د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، په جګړه کې د ملکي وګړو په نښه کول بشري جنايت دی او حکومت ته پکار ده چې په وروستيو کې ملکي وګړو ته د اړولې مرګ ژوبلې په اړه ځواب ووايي.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ مشر عزيز احمد تسل وايي، معلومات يې ښيي چې په وروستيو کې پر داسې سيمو هوايي بريدونه شوي چې اصلاً پکې دښمن حضور نه درلود.
د يادونې وړ ده چې ګډو ځواکونو تېره اونۍ د وردګو په جغتو او د کاپيسا په تګاب ولسواليو کې د هوايي بريدونو له کبله ۳۰ ملکي وګړي په شهادت ورسول.
په ورته مهال يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی ماموريت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په هېواد کې د هوايي بريدونو له کبله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
حکومت او په هېواد کې مېشتو بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ مشر عزيز احمد تسل وايي، حکومت او بهرني ځواکونه بايد ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو خپله چوپتيا ماته او ولس ته معلومات ورکړي چې ولې د اوولسو کلونو په تېرېدو سره هم ملکي وګړو ته په هوايي بريدونو کې مرګ ژوبله اړول کېږي.
تسل ټينګار کوي چې که روان وضعيت دوام کوي نو ښايي ولس د حکومت او بهرنيانو پر ضد راپورته شي چې پايلې به يې خورا ناوړه وي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت د مسوولو ادارو د وياندانو نظرونه هم را واخلو، خو له بيا بيا هڅو سره سره بريالي نه شوو.
د چارو شنونکی حامد هاشمي بيا په دې باور دی چې د ملي يووالي حکومت د بهرنيانو په لاس جوړ شوی او د حکومت هر مشر ځان د امريکا مديون ګڼي.
هاشمي وايي، د حکومت مشران د امريکا پر خلاف د غږ پورته کولو جوګه نه دي او ولس ته بويه چې په ګډه په هېواد کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره غږ پورته کړي.