د ناټو د پوځي کمېټې رییس او د برېتانیې د هوايي ځواک مارشال سر سټیوراټ پيچ ویلي چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی، خو د ناټو په ژمنو کې بدلون نه شي راوستلی. سرسټیوارټ پيچ په وارسا کې د ناټو غړو هېوادونو د پوځي کمېټې کنفرانس ته ویلي، په افغانستان کې روان وضعیت له ستونزو ډک دی، خو افغان ځواکونه پیاوړي دي او په پوره زوړه ورتیا د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي. هغه ویلي همدې مسئلې ته په کتو د ناټو ژمنې نه شي بدلېدلی او په افغانستان کې به د روان وضعیت د بدلون لپاره دوی پر خپلو ژمنو ولاړ وي. پيچ ویلي چې د افغان ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکول کېږي او ناټو به اجازه ور نه کړي چې ترهګر په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړي. د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د پوځي کمېټې کنفرانس د جمعې په ورځ پېل شو او نن یکشنبه پای ته رسېږي. په دې کنفرانس کې پر هغو ستونزو او ګواښونو بحث کېږي چې د ناټو ځواکونه په بېلو ځایونو کې ورسره مخ دي.