د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پاکستان هغه څرګندونې چې ګواکې په بلوچستان کې د بریدونو تر شا د نوي ډیلي لاس و، رد کړې دي. نوموړي ویلي، چې دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده اوغواړي له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام بله خوا واړوي. جیسوال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید د تاوتریخوالي له هرې پېښې وروسته د «بېمانا ادعاوو» د تکرار پرځای د خپلو خلکو هغو اوږدمهالو غوښتنو ته پام وکړي چې تر اوسه بېځوابه پاتې دي. جیسوال همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان د ځپنې، زورواکۍ او د بشري حقونو د سرغړونو سابقه ټولو ته څرګنده ده او نړیواله ټولنه ترې ښه خبره ده.



































