د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) ویلي، چې په افغانستان کې شدیدو بارانونو په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د سېلابونو راوتلو ګواښ زیات کړی دی. دغه سازمان د اپریل له شپږمې تر دولسمې د ورښتونو اټکل کړی دی. یاد سازمان په ختیځو، مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د ورښت کچه زیاته ده. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي چې د خاورې رطوبت له کرنې او څړځایونو سره مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ هم د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی. د راپورونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو او راوتلو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.




































