د بدخشان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د دغه ولایت والي محمد اسماعیل غزنوي او د قرغیزستان د سفیر تورداکون سیدیکوف ترمنځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د پامیر د اوسېدونکو لپاره د یو ښوونځي د جوړولو د پروژې پر عملي پیل ټینګار شوی دی. د یاد دفتر په وینا، ځایي چارواکو د دې پروژې د پلي کېدو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ چمتووالی ښودلی، او د قرغیزستان پلاوي هم د خپل سفر موخه د همدې پروژې عملي پیل بللی دی. په دې لیدنه کې د ښوونځي د جوړولو لپاره د ځمکې ځانګړې کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا یو مهم ګام بلل شوی. دواړو لورو همدارنګه د امنیتي وضعیت پر ښه والي او د ښوونې او روزنې او بنسټیزو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.




































