د امریکا له لوري د قوي تعهد نشتوالی به د افغانستان وضعیت نور هم کړکېچن کړي. د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په امریکا کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، تر هغه چې د امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو یو قوي تعهد دوام ولري په افغانستان کې به وضعیت ښه شي، خو که دغه هېوادونه پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي نو ترهګرې ډلې به په هېواد کې پیاوړې شي. نوموړي ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي، خو سره له دې هم د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي او له دغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي. عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې که نړیوال غواړي ترهګري په بشپړه توګه ختمه شي نو د پاکستان پر وړاندې دې خپل اقدامات ډېر او فشارونه قوي کړي. نوموړي ویلي دا ثابته ده، چې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته د بریدونو، روزنې او فعالیتونو زمینه برابروي.