ولسمشر غني په ښاروالیو کې د ظرفیت او ښې حکومتولۍ نشتوالی او نیمه پاتې لنډمهالې پروژې د ښاري بحران لامل ګڼي او وايي، د قانون نشتوالي د ځمکو غصب او د خصوصي سکتور فساد ته زمینه برابره کړې ده. غني، چې د نن یې د ښاروالانو درېیم ملي کنفرانس ته وینا کوله وویل، قانوني خلا د ځمکو د غصب یو اصلي لامل دی او که په دې برخه کې سمې پالیسۍ موجودې وی، نو خصوصي سکتور به په ښارونو کې میلیاردونه ډالر پانګونې کړې وې. غني دغه راز وویل، په افغانستان کې اکثره تطبیق شوې ستراتیژۍ ځکه بې پایلې پاتې شوې، چې د افغانستان د وضعیت پر بنسټ جوړې شوې نه دي او د نورو هیوادونو له ستراتیژیو او قوانیونو څخه کاپي شوې. د افغانستان د ښاروالانو درېیم ملي کنفرانس د څلور دیرشو ولایتونو د ښاروالانو په ګډون په ارګ کې جوړ شوی وو.