د چين د کډوالو ملي ادارې په دې وروستيو کې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې د روان ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نيمايي کې دغه هېواد ته د بهرنيانو د تګ شمېر له ۲۲ ميليونو او ۹۱۰ زرو څخه زيات و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.
پخوا به چين ته د بهرنيانو د ډېرو سفرونو عمده موخه سوداګري وه، خو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې بیا دغه هېواد ته د تللو بهرنيانو په شمېر کې د هغو کسانو ونډه په لومړي ځل له ۶۰ سلنې څخه لوړه شوې، چې د سيلانۍ او ساعت تيري لپاره دغه هېواد ته تللي دي.
دلته د يادولو وړ ټکی دا دی، چې بهرني سيلانيان په چين کې يوازې د سيلانيزو ځايونو پر ساده نندارې راضي نه دي، بلکې دوی د چيني توليداتو د پېرودلو ډېر شوق لري.
د شنجن ښار هواچيانګ بې سيمې او د جه جيانګ ولايت يي وو ښار د جولای په منځنۍ کې بازاري راپورونه خپاره کړي، چې له مخې يې د نوموړو دوو سيمو د بهرنيو ليدونکو شمېرې د پام وړ زياتوالی ښيي او نوي ريکارډونه يې جوړ کړي دي او ورسره د غاړې ځوړند اېرکنډيشن (Neck-hanging air conditioner) او اې ای برېښنايي پکو په شمول د کوچنيو برقي توکو د پرچون د خرڅلاو اندازه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰۰٪ زياته شوې ده.
د چين د احصائيې ملي ادارې ارقام ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد په ډېرو مهمو ښارونو کې بهرنيو مسافرو ته د سفري مالياتو د واپسۍ چارو د پام وړ زياتوالی موندلی او په همدې موده کې په ګوانګ دونګ ولايت کې د هغو کوچنيو توکو د پرچون خرڅلاو اندازه، چې د بهرنيو مسافرو له لوري اخيستل شوي، له ۴۵ ميلياډو يوانو څخه زياته وه. له مشهورو سيلانيزو ځايونو څخه پر ليدنې سربېره، په چين کې د بهرنيو سيلانيانو لګښتونو د ځايي رسټورانټونو، هوټلونو او دوکانونو ګټې هم زياتې کړې دي.
په چين کې د اسانتياوو د ښه والي هراړخيزو اقداماتو ډېر زيات بهرني سيلانيان راجلب کړي او د دوی د سفرونو احساسات يې لوړ کړي دي.
څو کاله مخکې به په چين کې بهرني سیلانيان د انلاين تاديې له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د عمده نړيوالو بانکي کارټونو په خدمتي چوکاټ کې د چين د ويچټ او عليپې په شمول د الکترونيکې تاديې له شاملېدو وروسته، په دغه هېواد کې د بهرنيو سیلانيانو لپاره د الکترونيکې تاديې انسانتياوې برابرې شوي، چې د روان کال په دوهمه ربعه کې د بهرنيو ليدونکو د الکترونيکې تاديې د برياليتوب انډول له ۹۸ سلنې څخه اوښتی و او د دې ترڅنګ د بهرنيو سیلانيانو لپاره په ټرانسپورټي برخه کې هم د شرايطو ښه والی او بدلون راغلی دی.
د چين په بېلا بېلو لويو بندرونو او د چټکو اورګاډو په سټېشنونو کې د دروازو د تاسيساتو د بشپړېدو په رڼا کې د بهرنيو مسافرو د چکېن يا پلټنې وخت ۳ ثانيو ته راټيټ شوی دی.
په چين کې د چټکو اورګاډو شبکه بشپړه شوې، چې په دې سره د روان کال په لومړۍ نيمايي کې شينجيانګ او شي ځانګ ته د بهرنيو سيلانيانو شمېر هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۳ ځله زيات شوی دی.
د چين په بېلا بېلو لويو سيلانيزو سيمو کې په ځينو ژبو د اې ای لارښوونکی الات هره ورځ له ۱۵۰ زرو بهرنيو سيلانيانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
سيلانيان په چين کې د زېربناوو او خدماتو د ښه والي په مرسته په خپله خوښه د بېلا بېلو سيمو له ګوټ ګوټ څخه ليدنه او رښتينی ځايي ژوند احساسولی شي.
چين ته د وېزو د معافيت پاليسي په دغه هېواد کې د بهرنيو سيلانيو د چټک پرمختګ يو بل سبب دی.
ځينو لوېديځو هېوادونو د کوچني انګړ او لوړو دېوالونو ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماتيکه پاليسي غوره او پلې کړې، خو چين يې پر وړاندې بالمثله تګلاره نه ده غوره کړې، بلکې پر له پسې يې د ورخلاصون د پياوړتيا تدبيرونه نيولي دي.
د چين حکومت د ۵۴ هېوادونو د سيلانيانو لپاره د پاتې کېدو موده ۲۴۰ ساعتو ته لوړه کړې ده.
د سيلانيزو چارو نړيوالې شورا د جولای په لومړۍ لسيزه کې چين ته د بهرنيو سيلانيانو د تجربو سروې خپره کړې ده.
د سروې شاوخوا ۸۵ سلنه ګډونوالو ويلي، چې رښتينی چين د دوی د هېوادونو د رسنيو د راپورونو برعکس دی او حتی د دوی تر تصور هم پورته دی.
چين ته د بهرنيو سيلانيانو دوامدار سفرونه د دغه هېواد د ورخلاصون څرګندويي کوي.
چين د ورخلاصون د پياوړتيا له لارې په بهر کې د نړيوال کېدو ضد مفکورې سره د مبارزې په هڅه کې دی.
په چين کې کلتوري او سيلانيز تګ راتګ ګام په ګام اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او ملکي دوستي ټينګوي او دغه هېواد په صميمي او پرانيستې رويې نړيوالو ته خپله رښتينې او له حياتي قوت ډکه عصري بڼه ښيي.





























