د هالنډ حکومت د جولای په ۲۱مه نېټه اعلان کړی، چې د راتلونکي سپتمبر له ۲۲مې نېټې څخه به پر غیر قانوني یهود میشتو ځایونو سوداګریز بندیزونه ولګوي او دغه بنديزونه به یې ۳ کاله دوام ولري.
د هالنډ حکومت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، هغه توکي چې د غیرقانوني یهود میشتو ځایونو څخه سرچینه اخلي، له څو محدودیتونو سره به مخامخ شي او دغه توکي به هالنډ ته نه داخلېږي او هم به پرې مستقیم یا غیر مستقیم د خرڅلاو بنديز وي.
د برېتانيې سوداګرۍ وزیر يوه اوونۍ مخکې هم منلې وه، چې حکومت يې پر غیرقانوني یهود میشتو ځایونو د صادراتو او وارداتو د سوداګريز بندیز پلان په جوړولو بوخت دی.





























