د چين د ګمرکاتو ملي ادارې مشرې سون مې جون د جولای په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د ۶۳ هېوادونو پر توکو د صفر تعرفې تګلاره پلې کړې ده.
نوموړې ويلي، چين به په راتلونکو ۵ کلونو کې د ورخلاصون له لارې بازارونه لا نور هم پراخ کړي، د همکارۍ له لارې به ګډې ګټې ترلاسه کړي او متنوع بازارونه به ټينګ او نور پرمختګ ورکړي.
چين د مې له لومړۍ نېټې څخه د افريقا پر هغو ۵۳ هېوادونو، چې ډيپلوماتيکې اړيکې ورسره لري، د صفر تعرفې تګلاره پلې کړې ده.
سون مې جون زياته کړې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له افريقا سره د چين د وارداتو او صادراتو عمومي شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹.۶ زيات شوی دی.





























