د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۲مې نېټې د فيليپين په پلازمېنې منيلا کې د چين او اسيان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډې کې د دواړو خواوو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د جوړېدو د ۵ کلونو په درشل کې ترلاسه شوي برياليتوبونه معرفي کړي دي.
لومړی، چين د اسيان له غړو هېوادونو سره د ګډ برخليک ټولنو د ابادۍ په چارو کې پرمختګ موندلی او د اسيان له ۸ غړو هېوادونو سره د ګډ برخليک د دوه اړخيزو ټولنو د جوړولو په اړه ګډو نظريو ته رسيدلی دی.
دوهم، د چين او اسيان د سوداګرۍ پيمانه لوړه شوې ده. دواړو خواوو د ازادې سوداګرۍ د اصلاحاتو تړون لاسليک کړی، چې په رڼا کې يې دواړه لوري په تېرو ۶ کلونو کې يو د بل لوی سوداګريز ملګري پاتې شوي او په ۲۰۲۵م کال کې يې د سوداګرۍ اندازه له ۱۰۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه پورته وه.
درېيم، دواړو خواوو يو له بل سره مرستې کړې دي. چين د ميانمار په سختې زلزلې او د فيليپين د مينداناو ټاپو په زلزلې کې له ځپل شوو خلکو سره مرستې کړې دي.
څلورم، چين او اسيان خپلمنځي انساني او کلتوري تګ راتګ پياوړی کړی دی. دواړو خواوو د انساني او کلتوري تګ راتګ کال (۲۰۲۴م -۲۰۲۵م کال) کې نږدې ۲۰۰ په زړه پوري فعاليتونه ترسره کړي دي. چين د اسيان خلکو ته د وېزې اسانتياوې هم برابرې کړې دي.





























