د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت د جولای په ۲۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دغه هېواد له اټومي انرژۍ څخه د سوله ييژې استفادې په برخه کې له امريکا سره د همکارۍ تړون لاسليک کړی دی.
په اعلاميې کې ويل شوي، چې دواړه هېوادونه به د ياد تړون له مخې د اټومي امنيت، د اټومي خونديتوب د ډاډمنتيا او د اټومي وسلو د نه خپرېدو په اړه په لوړو نړيوالو معيارونو همکارۍ وکړي.
والسټريټ جورنال په يوه راپور کې ويلي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې له سعودي عربستان سره همکاريز تړون ته رسمي اجازه ورکړې، چې له مخې به يې واشنګټن ریاض ته د ملي اټومي چارو پروژه برابره کړي.
د دغه تړون د يوې مادې له مخې، که امريکا او سعودي عربستان له ګډې څېړنې وروسته د يورانيومو غني کول اړين وبولي، نو امريکايي تصدۍ به په سعودي عربستان کې د يورانيومو د غني کولو تاسيسات جوړ کړي.





























