د چين دوو رياضي پوهانو (دنګ يو او وانګ هونګ) د جولای په ۲۳مې نېټې د امريکا په فلاډلفيا کې د پنسلوانيا کنوانسيون مرکز کې د ۲۰۲۶م کال د رياضي پوهانو د نړيوال کانګرېس په پرانيستونکو مراسمو کې د فيلډز ميډال ترلاسه کړی دی.
دا لومړۍ ځل دی، چې چيني رياضي پوهانو ته ياد ميډال ورکړل شوی دی.
دوی دواړو د پيکينګ پوهنتون د رياضۍ په پوهنځي کې زده کړې کړې وې.
پروفيسور دينګ يو اوس د امريکا د چيکاکو پوهنتون د رياضۍ په څانګه کې درس ورکوي او پروفيسور وانګ هونګ بیا د فرانسې په انسټيټوټ دیس هاوټېس ايټوډز سانټيفيکيوس کې او هم د امريکا د نيوريارک پوهنتون د رياضي علومو په انسټيټوټ کې کار کوي.





























