د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۲۳مې نېټې په يوې مرکې کې ويلي: “زه د یوې لویې، بې سارې حملې په اړه فکر کوم او بشپړ چمتوالی ورته لرو”
ټرمپ وايي، ایران “غواړي خبرې وکړي”، خو موافقې ته د رسېدو لپاره چمتو نه دی.
اسرائیلي رسنیو ويلي، امریکا اسرئیلو ته د خپلو پلانونو په اړه خبر ورکړی او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پر ایران پراخ بریدونه وکړي.
د ایران پوځي سرچینو بیا ويلي، ځواکونه يې د امریکا د احتمالي ځمکني برید لپاره بشپړ چمتوالی لري.
امريکا د روانې مياشتې له ۱۱مې نېټې راهيسې پر ايراني موخو پر له پسې بريدونه کړي او ايران يې په غبرګون کې بیا په منځني ختیځ کې پر امريکايي اډو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.





























