د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د جولای په ۲۳مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې حکومت به یې د امریکا د وروستیو تعرفو د ګواښونو په ځواب کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره هېڅ لګښت ونه سپموي.
د کاناډا او امریکا ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې ترینګلې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې میاشتې په ۲۰مې نېټې څو اعلامیې لاسلیک کړې دي.
په دغو اعلاميو کې ويل شوي، چې امريکا به د ۱۹۳۰ کال د سموټ-هولي تعرفې قانون د ۳۳۸ مادې له مخې د کاناډا پر سلګونو ځانګړو توکو ۵۰ سلنه اضافي تعرفه وضع کړي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په یوې اعلاميې کې ويلي، چې واشنګټن « د امریکا، مکسیکو او کاناډا تړون» څخه سرغړونه کوي او دغه عمل یې د امريکا د یو اړخیزو سوداګریزو فعالیتونو په لړ کې وروستی بللی دی.
کاناډا له امریکا سره د سوداګريزې شخړې د حل لپاره مفصل وړاندیزونه کړي او ټاکل شوې، چې په راتلونکو څو اوونیو کې يو ځل بیا ورسره بحث وکړي.





























