د پنجاب د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د روان کال د موسمي بارانونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو تازه راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې، یوازې په پنجاب ایالت کې د بارانونو اړوندو پېښو له امله ۲۱ کسان مړه او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي. د ادارې په وینا، ډېری قربانیان د کورونو د چتونو د نړېدو، برېښنا لګېدو، تندر او په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. همدارنګه د بارانونو له امله په پنجاب کې لږ تر لږه ۳۸ کورونه هم زیانمن شوي دي. راپورونه ښيي چې د پنجاب ترڅنګ په ګلګت ـ بلتستان، خېبر پښتونخوا او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هم د موسمي بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.





























