د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په منځني ختیځ کې د نښتو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې سیمهییزو کړکېچونو ته پوځي حللاره نه شته او ډیپلوماسي د شخړو د پای ته رسولو یوازینۍ اغېزمنه لار ده. ګوتېرېش د جګړو د درېدو او د هرمز تنګي او بابالمندب له لارې د نړیوال سمندري تګراتګ د عادي کېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، کله چې ښکېل لوري پوځي اقداماتو ته د خبرو اترو پر ځای لومړیتوب ورکوي، ملکي وګړي یې تر ټولو ستر زیان ویني. د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ملکي وګړو او عامه زیربناوو بریدونه د نه منلو وړ بللي او خبرداری یې ورکړی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کوي.





























