د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د جولای په ۲۴مه نېټه په څو خبرپاڼو کې خبر ورکړ چې ځواکونو يې په همدې ورځ د اردن، عراق، کوېټ او بحرين په شمول څو هېوادونو کې د امريکايي ځواکونو اړوندې موخې په نښه کړې دي.
د خبر له مخې، د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په اردن کې د امريکايي ځواکونو پر الازرق اډې په بريدونو کې د امريکا څو جنګي الوتکې ويجاړې کړې او د امريکايي پوځيانو يو استوګنځای يې په نښه کړی چې ځينو امريکايي پوځيانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د دې تر څنګ ايران د عراق په شمال کې د پاټريوټ (Patriot) يو هوا ضد دفاعي سيستم او د امريکايي ځواکونو يو استخباراتي بالون خراب کړي دي.





























