د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د څو هېوادونو ائتلافي ځواکونو د جولای د ۲۵مې نېټې په سهار وختي په يوې اعلاميه کې ويلي، ځواکونو يې په همدې ورځ له سره سمندره په تېرېدونکو سوداګريزو بېړيو بريد په ځواب کې د يمن په الحديده ايالت کې د حوثيانو پوځي موخې په نښه کړې دي.
د دغې اعلاميې له مخې، له سره سمندره په تېرېدونکو سوداګريزو بېړيو د حوثيانو بريدونو د نړيوال سمندري ترانسپورټ په امنيت منفي اغېز کړی دی.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، د ائتلافي ځواکونو دغه بريد د الحديده بندر ته هېڅ زيانونه نه دي رسولي او د يمن بندرونه او هوايي ډګرونه ټول په عادي ډول فعال دي.





























