د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل پوځ ته امر کړی چې پر ایران هوايي بریدونه ودروي. ټرمپ خبریالانو ته ویلي، که څه هم امریکایي ځواکونه د اړتیا په صورت کې د بریدونو د بیا پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو د هغه په وینا، اوسمهال له ایران سره په خبرو بوخت دي او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي. د راپور له مخې، امریکا له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې هره ورځ پر ایران هوايي بریدونه کړي وو، خو د دغه امر له صادرېدو وروسته دا بریدونه درېدلي دي. بلخوا، ایران هم پرون د منځني ختیځ پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی، چې دا وضعیت د تاوتریخوالي د احتمالي کمېدو نښه بلل کېږي.





























