په روان دوبي کې ډېرو اروپايي سيلانيانو له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره چين ته سفر کړی، چې ځينو يې د غرنيزو سيمو يا د جهيلونو پر غاړه د پرتو سيمو له ښکليو منظرو څخه خوند اخيستی، ځينو يې په لويو پلورنځيو او مارکيټونو کې د ګرمۍ ضد توليدات پېرودلي او ځينو يې د بېلا بېلو ځايونو ننداره کړې او ځايي عنعنوي کلتور يې احساس کړی دی.
د چين د يوه سيلانيزپلټفورم ارقام ښيي، په سږني دوبي کې چين ته د تللو بهرنيانو په شمېر کې د اروپايانو اندازه ۳۰٪ ده او د سپارښتنې فورمونه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷۵٪ زيات شوي دي. د برېتانيې، فرانسې او جرمني په شمول د لوېديځې اروپا د هېوادونو سيلانيان چين ته د تللو بهرنيانو ۴۲٪ جوړوي، چې ونډه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵۰٪ زياتوالی ښيي.
د دوبي له ګرمۍ څخه د ځان ساتل چين ته د اروپايي ليدونکو د چټک پرمختګ مستقيم سبب دی. اروپا په سږني دوبي کې د لمر تر ګرمۍ لاندې راغلې او له امله يې د چين اېرکنډيشنونه په اروپايي هېوادونو کې ډېر پلورل شوي دي. د شمېرنې له مخې، په تېر جون کې اروپا ته د چين د اېرکنډيشنونو صادراتي اندازه د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۷۲ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي؛ ځکه چې د چين په پلورنځيو، هوټلونو، مترو سټېشنونو او ډېرو زياتو عامو تاسيساتو کې ايرکنډيشنونه ځای پر ځای شوي او ښه احساسات برابرېږي، ډېر اروپايان چين ته د سفر لېوالتيا لري. برسېره پر دې، چين بډایې سرچينې او پراخې ځمکې لري، چې له يون نان – ګوې جو لوړې څخه د سه چوان ولايت د لوېديځې سيمې تر واورينو غرونو پورې، د شمال ختيځې سيمې له ځنګلونو څخه د داخلي مغلوستان تر پراخو څړځايونو پورې، د چين غني طبيعي سرچينې د اروپايي سيلانيانو لپاره له ګرمۍ څخه د ځان ژغورلو مختلف انتخابونه دي.
د ييسا په نوم د فرانسې يوې ويډيويي بلوګرې له اوږدې مودې راهيسې د چین په شانګهای ښار کې ژوند کړی. هغې خپلې مور او پلار ته له چين څخه د ليدنې بلنه ورکړې او پر ټولنيزو رسنیو يې د دوی د دغه سفر د بشپړ بهير په اړه ويډيوګانې خپرې کړي دي. انټرنيټ کاروونکو د دغو ويډيوګانو له مخې له چين سره د يادو فرانسوي زړو مينه او باور احساس کړي دي.
چين په يواړخيزه توګه د ۳۵ اروپايي هېوادونو پر هغو کسانو د وېزو د معافيت پاليسي غوره کړې، چې عام پاسپورټونه لري. ياد اروپايي سيلانيان، چې له شرايطو سره سمون لري، د دغې پاليسۍ په رڼا کې په چين کې ۳۰ ورځې پاتې کېدای شي.
د بريتانيې د سيلانۍ ملي ادارې اجراييوي مشر پټريشا ايستز ويلي، چې د ويزو د معافيت پاليسي چين ته د بريتانوي سيلانيانو لپاره ډېرې اسانتياوې برابروي. د چين د کډوالو ملي ادارې شمېرې ښيي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين ته د تللو بهرنيانو څخه ۷۷ اعشاريه ۷ سلنه کسان له يادې تګلارې څخه ګټې اخيستې. په بل عبارت، چين ته هرو لسو بهرنيو سيلانيانو کې ۸ تنه وېزو ته اړتيا نه لري.
برسېره پر دې، د بهرنيو مسافرو لپاره د سفري مالياتو د واپسۍ چارو پرمختګ موندلی دی. د تازه اصلاح شوې تګلارې له مخې، په چين کې بهرني سيلانيان د شيانو د پېرودلو ځايونو پرته په بلو بندرونو کې د سفري مالياتو د واپسۍ تشريفات تر سره کولی شي او د تشريفاتو د منلو موده يې له چين څخه د وتلو وروسته ۲۸ ورځو ته اوږده شوې ده.
د غاړې ځوړند اېرکنډيشن او اې ای برېښنايي پکو په شمول هغه کوچني برقي توکي، چې د ګرمۍ د له منځه وړلو لپاره ګټور دي، په اروپايي سيلانيانو کې ډېر د هرکلي وړ دي. د سيلانۍ د اروپايي کمېټې لومړي اجراييوي مشر ايدواردو سانتاندير ويلي، چې د چين او اروپا ترمنځ د انساني تګ راتګ له ډېروالي سره به د دواړو خواوو د سيلانيزو چارو ګډې ګټې او ګډ پرمختګ پیاوړی شي.





























