د چين د ساينس او ټکنالوژۍ ټولنې د جولای په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې د چين د تنکيو ځوانانو څلوېښتمې ساينسي او تخنيکي نوښتي سيالي په همدې ورځ په شي ان ښار کې پيل شوه، چې منځپانګه يې ((په زړه ورتوب سره د زمانې دندې پر غاړه اخيستل او د ساينس او ټکنالوژۍ د خپلواکۍ او لا غښتليتوب لپاره ډېرې هڅې)) دي. د چين د ۳۱ ولایتونو، د شينجیانګ د تولید او ابادۍ عسکري ډلې، د هانکانګ، مکاو، تایوان د سیمو ټیمونو او د ۲۷ نړیوالو ټيمونو نږدې ۷۰۰ استازو پکې ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې دغه سيالي پر نړيوالې تبادلې تمرکز لري او پکې د ګډون کوونکو نړيوالو ټيمونو د محصلينو شمېر د پخوا په نسبت ډېر شوی دی. د اسيا، افریقا، اروپا، شمالي او جنوبي امريکا او اتلانتيک د ۲۷ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و. نړيوالو استازو په دې سيالۍ کې د ګډون او د کلتوري تبادلې له لارې د چين د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښتي لاسته راوړنو او د چيني عنعنوي کلتور جاذبه احساس کړې، چې يو له بل څخه یې د تمدني تجربو زده کړه کړې ده.





























