د چین د ساینس او ټکنالوژۍ د ملي جایزې ورکونې کنفرانس د جولای په ۸مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شو. د جرمني ساینسي کارپوه (Otthein Herzog) اوتېن هرزوګ په دې کنفرانس کې د تېر ۲۰۲۵م کال لپاره د چین د ساینس او ټکنالوژۍ د نړیوالې همکارۍ جایزه وګټله، دا د چین له لوري بهرنیو علمي کارپوهانو ته تر ټولو لویه علمي جایزه ده.
ښاغلی هرزوګ په ۲۰۱۴ام کال کې د چین حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی، له ۲۰۱۵م کال راهیسې یې د چین د مصنوعي ځیرکتیا او د ښار ډیزاین او پرمختګ په برخه کې نوښتي خدمتونه کړي دي.
هرزوګ څو ورځې مخکې د سي جي ټي ان له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې د چین د پرمختګ سرعت ډېر ګړندی او عجیب بللی دی. هغه ویلي، د چین پنځه کلن پلان د تطبیق په جریان کې حکومت عمومي ستراتيژي ټاکي، بیا د مختلفو ولایتونو او بېلا بېلو سیمو ځايي ارګانونه د تطبیق لپاره مشخص اقدامات ټاکي او عملي ګامونه پوره کوي. دغه جریان ډېر اغېزمن دی. برسېره پر دې، اوس په چین کې د ساینس او ټکنالوژۍ استعداد لرونکو کسانو شمېر ډېر زیات دی، چې دا د یو هېواد د ابادۍ لپاره ډېره لویه وړتیا ده.





























