الجزیرې راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا په بریدونو کې د زیانمنو شویو رېلي شبکو او نړیوالو ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی دی. د راپور له مخې، پزشکیان د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت د لیدنې پر مهال د ستراتېژیکو زیربناوو پر ژر تر ژره بیارغونې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترانسپورټي او رېلي اړیکو پراختیا د ایران له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. د ایران ولسمشر زیاته کړې، د رېل پټلۍ شبکو بشپړول او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغو نښلول د اقتصاد د پیاوړتیا، د نړیوالو ترانزیتي لارو د پراختیا او د ایران د جیوپولیټیکي موقعیت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.





























