د پاپوا نوي ګيني حکومت څو ورځې مخکې په هېواد کې د تای بې د اقتصادي چارو دفتر د تړلو اعلان کړی او د يو چين پېژندلو پر تګلارې یې بیا ټينګار کړی دی.
د پاپوا نوي ګيني بهرنيو چارو وزير جوستين تکاتچينکو پر ټولنيزو رسنيو دغه خبر ورکړی او د یاد فتر تړل یې د چين او پاپوا نوي ګيني ترمنځ د متقابل اعتماد د پياوړتيا لپاره مهم ګام بللی دی.
جوستين تکاتچينکو ويلي، پاپوا نوي ګيني له چين سره اوږدمهالو او ټينګو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکي همکارۍ ژورې شي، د تجارت او سرمايه ګذارۍ اندازه یې پراخه او اقتصادي پرمختګ یې وهڅول شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته دايمي او واقعي ګټې ورسېږي.





























