د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۲۷مې نېټې له خپل برازیلي سیال لویز لولا سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
شي جين پينګ له لولا سره په خبرو کې ویلي، د چین او برازیل د ګډ برخلیک ټولنې ابادي او د دواړو لوریو د پرمختګ ستراتيژیو پیوستون په دې وروستیو کلونو کې فعاله وده کړې ده.
نوموړي ويلي، چین به له برازیل سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې ستراتيژیکې همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ ښه تمایل به زیات کړي.
شي جين پينګ په ټینګار ویلي، چین او برازیل باید د سراسري جنوب د مهمو غړو په توګه د نوي وضعیت او نويو ننګونو پر وړاندې د ګردې نړۍ د مدیریت سیسټم د بشپړتیا او د نړیوال عدالت د ساتلو لپاره لا زیات رغنده رول ولوبوي.
هغه زیاته کړې، چین په نړۍ کې د برازیل ځای او اغېزې ته په درنه سترګه ګوري او ملاتړ ترې کوي چې د خپل حاکمیت او خپلواکۍ ساتنه او له بهرنیو لاسوهنې سره مخالفت وکړي او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د تضمین په خاطر خپل خدمتونه وکړي.
ښاغلي لولا ویلي، برازیل به له چین سره د مصنوعي ځيرکتیا، انرژۍ او کاني تولیداتو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا نږدې کړي او د چیني تصدیو هرکلی یې کړی، چې په برازیل کې پانګونې وکړي، څو د دواړو لوریو مشترکې چارې ډېرې لاسته راوړنې ولري.





























