رویټرز د جولای په ۲۶مې نېټې د ایران د حکومت د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، که امریکا خپل پوځي بریدونه ودروي، نو ایران به هم پوځي عملیات ودروي، خو د امریکا پر ارادې شک لري.
سرچینې ویلي، د ایران دریځ “د برید په ځواب کې برید” لاهم پر خپل ځای دی. که امريکا بریدونه ودروي، نو ایران به هم خپل اقدامات ودروي.
د سرچېنې په خبره، ایران خپل دریځ امریکا ته رسولی، خو د امریکا د اوربند د صداقت په اړه ډېر شکمن دی او باور لري چې امريکا خپلې پرېکړې د جنګي تکتیکونو پر بنسټ کوي.





























