د ملګرو ملتونو يونيسکو سازمان د جولای په ۲۶مه نېټه خبر ورکړی، د نړيوالو میراثونو کمېټې يې پرېکړه کړې، چې د بيړني او ځانګړي پروسېس له لارې درې ميراثي سیمې د نړيوالو ميراثونو په نوم لېست شاملې کړي.
خبر وايي، دغه سیمې د ورکېدو له خطرونو سره مخ دي او د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شاملې شوې دي.
دغه پرېکړه د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې د کوريا جمهوريت په بوسان کې د ملګرو ملتونو يونيسکو د نړيوالو ميراثونو په ۴۸مې غونډې کې شوې.
د جنوبي سوډان د بوما – باډينګيلو د تي لرونکو ژوو مهاجرت منظرې، د لبنان د اميل په غرنۍ سيمه کې د کلاګانو تاريخي ځای او د فلسطين سيباستيا، هغه سیمې دي، چې د نړيوالو میراثونو په لېست کې شاملې شوې دي.
يونيسکو ويلي، نظامي شخړې، اقليمي بدلون او نور بحرانونه پر تاریخي ميراثونو سختې اغېزې کوي، نو بيړني پروسيس د وړتياوو له مخې پيل شوي.





























