د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسیون مشر شي جين پینګ په دې وروستيو کې د بهر میشتو چينايانو د چارو مهمه لارښوونه کړې ده.
نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په نوي مزل کې د نوې زمانې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي مفکورې په رڼا کې د بهر میشتو چينايانو په تړاو د ګوند پاليسي بشپړه پلې کړي، د ګوند او دولت د چارو لپاره دې بهر ميشتي چينايان يو موټی کړي او همدارنګه د دايمي اوسېدو لپاره له بهره هېواد ته راستانه شوي چينايان او د هغوی خپلوان دې وهڅوي، چې غوره دودونه تعقیب کړي، د وطن پالنې احساس خپل او له ځانګړې برترۍ ګټې پورته کړي او زيات پرمختګونه ومومي.
شي جين پینګ له اړوندو ادارو دا هم غوښتي، چې د ملي يووالي لپاره دې فعال خدمتونه وکړي، په کور دننه او بهر د چینایانو د یووالي لپاره دې ګډې هڅې وکړي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د هېواد د هراړخیزې ابادۍ او د ملت د لویې بيا سمسورتيا لپاره دې لوی قوتونه راټول کړي.
د بهر میشتي چينايانو د چارو په تړاو ملي کنفرانس د جولای له ۲۷ مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پورې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو او ګډونوالو ته پکې د شي جین پینګ ياده لارښوونه سپارل شوې ده.





























