د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۲۷مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هغه له ايران سره هوکړې ته کافي وخت او صبر لري او په خبره يې، که ایران ورسره هوکړه ونه کړي، نو ځواکونه به یې بیا پرې بريدونه پيل کړي.
ټرمپ په همدې ورځ په ځانګړې الوتکې کې مشيګن ايالت ته په لاره کې ته ويلي، چې د امريکا او ايران ترمنځ اوسني مذاکرات ښه روان دي. هغه وويل، ((زه فکر کوم ممکن څه پېښ شي، که داسې وشي، نو ډېره به ښه وي. که نه، مونږ به بېرته د دوو ورځو مخکېني حالت ته ستانه شو. ))
نوموړي ويلي، امريکايي ځواکونه اوس ډول ډول مهمات لري.
ټاکل شوې، د اسرائیل صدراعظم بنیامين نيتانیاهو به د جولای په ۲۸مې نېټې له امريکا څخه ليدنه وکړي.
ټرمپ له نيتانیاهو سره د ليدنې د يادونې په ترڅ کې ويلي، چې دوی دواړه د ايران د مسئلې په هکله د نظريو ځيني توپيرونه لري، خو نظرونه يې په ټوله کې نږدې دي.





























