د سعودي عربستان د ملي دفاع وزارت د جولای په ۲۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې له عراق څخه ورغلې څو بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د عراق د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان صالح نومان په همدې نېټې رسنيو ته په يوې استول شوې اعلامیې کې ويلي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر علي الزيدي امنيتي ادارو ته د يادې پېښې په تړاو د پلټنو امر کړی دی.
په اعلامیې کې ويل شوي، عراق د ښه ګاونډيتوب پر اصولو ټينګار لري او هيچا ته د دغه هېواد له خاورې څخه په استفادې پر نورو هېوادونو بريدونو ته اجازه نه ورکوي.
د عراق امنيتي ادارې موجود شواهد او معلومات څاري او په پېښه کې لاس لرونکو کسانو ته به قانوني سزاوې ورکړي.
د سعودي عربستان د ملي دفاع وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ له عراق څخه ورغلې څو بې پيلوټه الوتکې، چې موخه يې د دې هېواد دننه د تېلو زېربناوې په نښه کول وو، نسکورې کړې دي.





























