يو شمېر نړيوالو رسنيو په دې وروستیو کې راپورونه ورکړي، چې چين د پرانيستې سرچینې ماډلونو، د ټیکنالوژۍ د کارولو او د ظرفیت جوړونې په برخو کې عملي اقدامات غوره کړي او د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ته يې مصنوعي ځيرکې ټیکنالوژۍ ته د مساوي لاسرسي، په نړیوالې حکومتولۍ کې د برخې اخیستنې او د ډیجیټل پرمختګ د چټکتيا په برخو کې ډېر فرصتونه برابر کړي دي.
د جاپان «مینیچي شمبون» ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د چین د اقداماتو په اړه راپورونه ورکړي: چین به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو د مصنوعي ځیرکتيا ۵۰۰۰ کارکوونکو ته روزنه ورکړي، د اسیان، عربلیګ، افریقایي ټولنې، د لاتیني امریکا او کارابین هېوادونو ټولنې، شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس هیوادونو پر مخ به د مصنوعي ځیرکتيا د استفادې همکارۍ سازمان جوړ کړي او په ۳۰ هېوادونو کې به د “ماځو” په نوم د هوا پېژندنې د مخکېنۍ خبرتيا سیسټم ځای پرځای کړي.
یو شمېر نړیوالو رسنیو ويلي، د چين او سراسري جنوب هېوادونو له لوري د مصنوعي ځيرکتيا د همکارۍ سازمان جوړېدو ته ځايونه ورکړي دي.
د کینیا « سټار» وېبپاڼې په يوه راپور کې ويلي، د مصنوعي ځیرکتيا د استفادې همکارۍ سازمان د نړۍ لومړی بین الحکومتي سازمان دی، چې له جوړېدو وروسته به د کینیا په ګډون مخ پر ودې هېوادونه ډېر ژر مصنوعي ځيرکې ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي ډېر فرصتونه ولري.





























