د چین د سوداګرۍ وزارت چارواکو د جولای په ۲۸مې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر يوې خبري ناستې کې د توليدي ظرفيت د مازاد په اړه د بېجينګ دریځ په ډاګه کړی دی.
د ياد وزارت چارواکو ویلي، له صنعتي چارو سره د حکومت مالي مرسته د توليدي ظرفيت له مازاد سره هېڅ اړیکې نه لري او د حکومت قانوني او مناسبې صنعتي مرستې د بازاري ستونزو د لرې کولو، د تخنیکي نوښت د پرمخبېولو، د ایکولوژیکي چاپېریال د ساتلو، د بېوزلۍ کمولو او د برابر پرمختګ د هڅولو لپاره ګټورې دي، چې دا د توليدي ظرفيت د مازاد د رامنځته کېدو سبب نه ګرځي.
یادو چارواکو په ټینګار ویلي، د ځینو بهرنیو رسنیو هغه راپورونه، چې ګواکې د چین د کورنۍ تقاضا نيمګړتيا د توليدي ظرفيت د مازاد سبب دی، له حقیقت سره سمون نه لري. يادو چارواکو کورنۍ تقاضا د چین د اقتصاد مهم اېنجین بللی او له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې يې د چین په اقتصادي زیاتوالي کې د کورنۍ تقضا منځنی خدمت ۹۳ سلنه ښودلی دی.





























