د امریکا مرکزي قومندانۍ د جولای په ۲۸مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې ایران په همدې ورځ په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو توغندیز بریدونه کړي او ټول توغندي يې امریکايي ځواکونو شنډ کړي دي.
خبر وايي، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د ختیځې امريکا په وخت د جولای په ۲۸مې نېټې د مازدیګر په پنځو بجو او ۴۵ دقیقو له خپلې خاورې څخه يو شمېر بالستیک توغندي توغولي، چې ټول یې د امریکايي ځواکونو لخوا شنډ شوي دي. د امریکا پوځ اوس په لوړ تيارسي حالت کې دی.





























