د اوکراین بهرنیو چارو وزیر سرګي سیبیګا او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جولای په ۲۸مې نېټې تليفوني خبرې کړي او په کسپين سمندرګي کې د ايران پر يوې سوداګريزې بېړۍ د اوکراين پر وروستي بريد غږېدلي دي.
سیبیګا د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کړې او عراقچي بيا د زیانونو پر جبران کېدو ټينګار کړی دی.
سیبیګا ویلي، د اوکراین ټول پوځي عملیات د روسیې د بریدونو په ځواب کې دي او هیڅکله به په قصدي ډول ملکي بېړۍ یا پرسونل په نښه نه کړي او له اړوندو خواوو یې غوښتي، داسې عمل ونه کړي، چې د تاوتریخوالي د ډېرېدو سبب ګرځي.
عراقچي په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو د دې تلیفوني خبرو په اړه ويلي، چې ایران د وضعیت د خرابولو هڅه نه کوي، خو پر ایراني اتباعو او ګټو هر ډول بریدونه هم ورته د منلو نه دي او هر ډول زیانونه باید ورته جبران شي.





























