تایشان غره ته د روبوټونو د ختلو لومړۍ نړيواله سیالي د جولای په ۲۸ مې نېټې پیل شوه. دغه سیالي د سي اېم جي يا چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د ځيرکو روبوټونو د مهارتونو د لومړي نندارتون يوه برخه ده.
تایشان د چين له پنځو لویو مهمو غرونو او د چيني تمدن له مهمو سرچينو څخه دی او د يونيسکو لخوا د نړيوالو طبیعي او کلتوري میراثونو په لېست کې هم شامل شوی دی.
تایشان غره ته د روبوټونو د ختلو یاده سيالي د تایشان په يوه کلاسيکه ګرځندويه کرښه کې ترسره کيږي، چې عمومي اوږدوالی يې ۴.۵ کيلومتره دی او د سیالۍ د پيل او پای ځايونو ترمنځ د لوړوالي توپیر ۶ سوه متره دی. دغه راز دغه کرښه له ۳۰۰۰ زيات اړکي لري او انسان کولی شي، چې په ۲، ۳ ساعتونو کې یې طی کړي.
چين اوس د روبوټونو په څېړنو کې هڅه کوي، څو روبوټونه د بشر د تولید او ژوند په لازياتو برخه کې وکارول شي.





























