د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۲۹مې نېټې له فوکس نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې امريکايي ځواکونه به په منځني ختیځ کې د ایران د ناڅاپي برید په ځواب کې سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ ویلي: «مونږ به پر هغوی زورور بریدونه وکړو او درانه زیانونه به ورته ورسوو.»
نوموړي دا هم ويلي، چې امريکا به له ایران سره خبرو ته هم دوام ورکړي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د روانې میاشتې په ۲۸مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ویلي وو، چې ایران په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو ناڅاپي توغندیز برید کړی، خو امریکايي ځواکونو یې ټول توغندي په هوا کې شنډ کړي دي.
وروسته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ يو ځل بیا خبر ورکړ، چې امریکايي او سعودي ځواکونو په عراق کې د ایران پر ملاتړو وسله والو بریدونه کړي دي.





























