د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سولې پلاوي د غزې په تړاو د حماس او نورو فلسطیني وسلهوالو ډلو د بشپړ بې وسلې کولو پر هوکړه توافق کړی دی. ټرمپ دغه هوکړه د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل ۲۰ مادهییز پلان د پلي کېدو په برخه کې «لویه لاسته راوړنه» بللې ده. د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي چې دغه هوکړه به په پړاوونو کې عملي کېږي او د بې وسلې کولو د بهیر له پرمختګ سره به اسراییلي ځواکونه له غزې څخه وځي.





























