د چین د ملي دفاع وزارت د جولای په ۳۱مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې د چين د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۹مې کليزې د نمانځنې لپاره یوه لويه مېلمستيا تر سره کړې ده. د دې هېواد د ملي دفاع وزير دونګ جون په ياده مېلمستيا کې ګډون کړی او وينا يې وړاندې کړې ده.
نوموړي ويلي، چې سږ کال د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۵مې کلیزې او د سره پوځ د اوږد مارش د بریا له ۹۰مې کلیزې سره برابر دی. د دې تر څنګ، سږ کال هم د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې موخې د پوره کولو لپاره يو کلیدي کال دی. د هغه په خبره، چیني پوځ غواړي له بېلابېلو عادلانه ځواکونو سره يو ځای نړيواله او سيمه ييزه سوله او ثبات خوندي وساتي، نړیوال امنيتي چلينجونه حل کړي او د لوی هېواد په توګه خپل پوځي مسئوليت پلی کړي.





























