د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جېټ الوتکه پرون د کالیفورنیا ایالت په میرامار هوايي اډه کې لوېدلې او اور یې اخیستی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د الوتکې پیلوټ د لوېدو تر مخه د پراشوټ په وسیله ځان ژغورلی او له پېښې روغ وتلی دی. د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.





























