د چین د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول متخصصو ډاکټرانو درېیمه ډله د اګست په لومړۍ نېټه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت پلازمېنې کینشاسا ته ورسېده، څو د دغه هېواد د ایبولا ناروغۍ پر ضد د مبارزې چارې پیاوړې کړي.
د کانګو د روغتیا وزارت استازي لوکو ماریوس په همدې ورځ په هوايي ډګر کې د چیني متخصصانو هرکلی وکړ. هغه وویل، اوس هم په دغه هېواد کې د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي وضعیت جدي دی او د کنټرول چارې له ډېرو فشارونو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه چې د چین طبي ډله به د ناروغۍ د څارنې، د ناروغانو د درملنې او د لابراتواري ازموینو په برخو کې له کانګو سره قوي مرسته وکړي. کانګو غواړي له چین سره همکاري نوره هم پیاوړې کړي او په ګډه د ناروغیو پر ضد د مقابلې وړتیا لوړه کړي.





























