د چین د مصنوعي ځیرکتیا، روبوټونو او نوښتګرو درملو په شمول د ۳ نویو محصولاتو لوړ کیفیت پرمختګ نړۍ حیرانه کړې ده. سي جي ټي اېڼ په دې وروستیو ورځو کې په ټوله نړۍ کې د ۳۳۳۹ انټرنېټ کاروونکو ترمنځ سروې ترسره کړې ده.
په سروې کې د ۸۷ اعشاریه ۷ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د چین ” ۳ نوي محصولات” یو ځل بیا د چین قوي تولیدي توان ښیي او د ۸۹ اعشاریه ۵ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د چین “۳ نوي محصولات” به د نړیوالو تولیدي چارو د نوښت او لوړولو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
په سروې کې د ۸۳ اعشاریه ۸ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د چین تولید د زرغون او ټېکنالوژیکي پرمختګونو په لور خپل بدلون ګړندی کوي او د ۹۱ اعشاریه ۳ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې د چین د تولیدي صنعت سیالي کوونکی ځواک نور یوازې د لوی تولیدي حجم پر بنسټ نه دی، بلکې اوس د کیفیت، ټکنالوژۍ، برانډ او خدماتو د ګډو برتریو پر بنسټ ولاړ دی.





























