د ایران مهر خبري اژانس د اګست په لومړۍ نېټه راپور ورکړی، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په همدې ورځ د منځګړو له لارې امریکا ته له خطره ډکو اقداماتو ترسره کېدو په اړه خبرداری ورکړی.
ياد راپور وايي، چې عراقچي په همدې ورځ په جلا جلا توګه د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شازده فیصل بن فرحان سره ټیلېفوني خبرې کړې او د سیمه ييزو حالاتو او همدارنګه د امریکا او اسراييلو د اقداماتو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.
په دې راپور کې راغلي، چې عراقچي د منیر او فیدان سره په ټیلېفوني خبرو کې امریکا ته خبرداری ورکړی، چې له خطره ډکو اقداماتو څخه دې ډډه وکړي، او څرګنده یې کړه ، چې ایران د خپل ملي حاکمیت، د خاورې د بشپړتیا او ملي امنیت د ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی نيولی او هر ډول تېري ته به کلک ځواب ورکړي.





























