د روسیې سیمهییزو چارواکو ویلي، د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې اته کسان وژل شوي دي. رویټرز راپور ورکړی، په دغو بریدونو کې د روسیې د ستر انلاین پلورنځي «وایلډبریز» د یوه ګودام په ګډون یو شمېر نور هدفونه هم په نښه شوي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې تېره شپه ۶۳۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې روانه ده او دواړه لوري پر یو بل بریدونو ته دوام ورکوي. د راپورونو له مخې، اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر روسیه خپل ډرون بریدونه زیات کړي دي.





























