شمېرې ښيي، د روان ۲۰۲۶م کال له پيله د اګست د ۲مې نېټې د شپې تر ۱۰ بجو پورې، د چين د فلمي ټکټونو عمومي پلور له ۲۳ ملیارډو ۱۰۰ میلیونو یوانو څخه پورته و.
په تېرو ۲۳ ورځو کې، په چين کې د فلمونو د ټکټونو د پلور ورځنی شمېر له ۱۰۰ میلیونو یوانو څخه ډېر و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چین فلمي بازار دوامداره وده موندلې ده.
د چین کورنيو فلمونو د روان کال له پيل راهیسې په بازار کې مخکښ ځای نيولی دی.
په چين کې د روان کال درو غوره عاید لرونکو او د دوبي موسم دوو غوره عاید لرونکو فلمونو کې چيني هنرمندانو رول لوبولی دی.
دوبی د فلمي بازار لپاره د کال مهمه دوره وي او په دې موسم کې د فلمونو ډولونه زیات او کیفیت يې قوي او لوړ وي.





























