د چین د طبیعي سرچینو وزارت د اګست په ۳مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې د دغه هېواد سمندري اقتصاد د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ثابت پرمختګ موندلی او قوي انعطاف یې ښودلی دی.
شمېرې ښیي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د چین عمومي سمندري تولیدي ارزښت ۵۵۰۰ ميلیارډو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی لري او دا د دغه هېواد د ناخالص کورني توليد د زیاتوالي له سرعت څخه لوړ دی.
د چین د سمندري اقتصاد رول د دغه هېواد په ملي اقتصاد کې ورځ تر بلې څرګندېږي.





























