د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا يوه سوداګريز پلاوي د جولای له ۲۷مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې له امريکا څخه لیدنه کړې ده.
د چين ياد پلاوي د ۲۲ چيني شرکتونو په بدرګه، د امریکا او چین د سوداګرۍ ټولنې په بلنه امريکا ته تللی و او د دغه هېواد له سالټ لېک ښار، شیکاګو او واشنګټن څخه یې لیدنې کړې دي.
د دغه پلاوي موخه دا ښودل شوې، چې له امريکايي لوري سره د دواړو هېوادونو صنعتي او سوداګریزې ټولنې د بېجینګ په غونډه کې د چين او امريکا د مشرانو د مهمې اجماع پلي کولو ته وده ورکړي او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ورسره عملي همکارۍ پراخې کړي.
ياد پلاوي د سفر په ترڅ کې د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا د امریکا له اړوندو ادارو سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په اړه څو غونډې ترسره کړي او له ۱۲۰ څخه زیاتو امریکایي شرکتونو او سازمانونو سره یې خبرې او نظرتبادلې کړې دي.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا مشر ژن هونګ بین د امریکا له څو سیاسي او سوداګریزو شخصیتونو سره لیدلي او هغوی ته یې د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د لوړ کیفیت پرمختګ او لوړې کچې پرانیستلو د ساتلو په برخه کې يې د چین نوي اقدامات ورپېژندلي دي.





























