د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان (اوپېک) د اګست په ۲مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، د ”اوپېک+“ ۷ عمده نفت توليدونکو هېوادونو موافقه کړې چې د نړيوال بازار د ثبات ساتلو لپاره راتلونکي سپتمبر کې هره ورځ نور ۱۸۸ زره بېلره اومه نفت توليد کړي.
د سعودي عربستان، روسيې، عراق، کويټ، قزاقستان، الجزاير او عمان استازيو په همدې ورځ په يوه انلاين غونډه کې د نفتو نړيوال بازار پر اوسني او راتلونکي حالت بحث او ياده پرېکړه کړې ده.
د شنونکو په نظر، له هرمز تنګي د بيړيو د تګ راتګ د بندېدو په اثر د ”اوپېک+“ ياده پرېکړه به پر نړيوال بازار محدوده اغېزه ولري او يوازې تر هغه وخته، چې د اومو نفتو صادرات بيخي اعاده شي، په نړيوال بازار کې به يې رښتينی ښه والی رامنځته شي.





























