د چین د انرژۍ دولتي ادارې د اګیست په ۳مه نېټه خبر ورکړ، د چین د پرمختګ او اصلاحاتو له دولتي کمېټې سره یې څو ورځې مخکې د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې د نوي ډول برېښنايي سیسټم د جوړونې پروګرام خپور کړ.
په دغه پروګرام کې په راتلونکو ۵ کلونو کې د برېښنايي چارو د پرمختګ عمومي پلان په ډاګه شوی، دغه ستراتېژيکه موخه ټاکل شوی چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د نوي ډول برېښنايي سیسټم په ابتدايي ډول بشپړ شي، د برېښنايي چارو د پرمختګ عمده موخه، مهمې پروژې او دندې ټاکلې شوې دي.
په دغه پروګرام کې زیاته شوي چې تر ۲۰۳م کال پورې به د غیر فوسیلي انرژۍ په وسیله د برېښنا تولیدي ونډه له ۵۰ سلنې زیاته وي، د برېښنايي چارج هغه شبکه به جوړه شي چې د ۱۱۰ میلیونو برقي موټرونو د چارج اړتیاوې پوره کړای شي.





























