د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، روبیو دا څرګندونې د اګست پر ۴مه د پاراګوای د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي د مذاکراتو د پرمختګ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی. دا څرګندونې داسې مهال شوې چې تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د امریکا او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکې حللارې لپاره هڅې لا هم روانې دي.





























